دين او اندونهمهم خبرونه

انس حقاني: عالمان بايد د کرکې له نظره له خلکو سره چلند ونه کړي

انس حقاني، د طالبانو د ادارې له مخکښو څېرو څخه، په خوست ولايت کې په يوې ديني مدرسې کې ويلي چې اوس په افغانستان کې ځواک او د چارو اداره د عالمانو په لاس کې ده، خو هغوی مکلف دي چې له دې موقعيت څخه ناسم استفاده ونه کړي.

نوموړي ټينګار وکړ چې عالمان بايد له نورو خلکو سره د کرکې په نظر چلند ونه کړي او خپل ديني مسؤليت يوازې يوې سيمې يا يو هېواد ته محدود نه ګڼي. د ده په وينا، د اسلام پيغام بايد په سمه او پراخه توګه نړۍ ته ورسېږي.

دغه د طالبانو د ادارې غړي زياته کړه چې د اسلام د ريښتيني پيغام رسول پرته له علم او پوهې ممکن نه دي، او عالمانو ته پکار ده چې د خپل ټولنيز مقام تر څنګ د علم په زده کړه هم تمرکز وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې منتقدان د طالبانو اداره د دين له سياسي استفادې او د اسلامي تفسیرونو د محدودولو په تور يادوي او له عالمانو غواړي چې د بشري حقونو، فکري تنوع او د ټولنې د اړتیاوو په وړاندې لا زيات مسؤلانه رول ولوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button