امرالله صالح د امريکا د سنات په لور د طالبانو د مالي مرستو د بندېدو طرحه وستايله

امرالله صالح، د افغانستان د پخواني جمهوريت د نظام لومړی مرستیال، د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې له خوا د هغه لايحه د تصويب هرکلی کړی چې موخه يې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د مالي مرستو بندول دي. هغه طالبانو تورن کړي چې له مالي سرچينو پراخې ګټې اخلي.
صالح په خپله څرګندونه کې ويلي چې طالبان خپل جرمونه او کړنې د ریش، لنګۍ او ظاهراً مذهبي شعارونو تر شا پټوي. نوموړي د امريکايي کانګرس د غړي ټیم برچیټ او د هغه د همکارانو مننه کړې او دا اقدام يې د «پاک ضمېره کسانو» پرېکړه بللې ده.
د پخواني نظام دغه لوړپوړي چارواکي هيله څرګنده کړې چې د لايحه د پرمختګ په بهير کې به د غير دولتي موسسو لابيګر او فساد ته ګټهاخيستونکي کړۍ د قانوني تشو څخه استفاده و نهکړي او د هيڅ پلمې تر نوم لاندې به مالي سرچينې د طالبانو ادارې ته و نهرسېږي.
د صالح په وينا، طالبان دا مهال شاوخوا ۱۱۰ ميليونه ډالره له وروستي امريکايي مرستې څڅه په خپلو زېرمو کې ساتي، هغه موضوع چې يو ځل بيا د بهرنيو مرستو د شفافيت او برخليک په اړه اندېښنې راپاروي.
د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې څو ورځې وړاندې دغه لايحه تصويب کړه؛ که دغه لايحه قانون شي، لږ تر لږه ۶۳۱ ميليونه ډالره چې د افغانستان د بيا رغونې لپاره ځانګړي شوي وو، د امريکا خزانې ته به ستانه شي.
که څه هم د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د ځانګړي مفتش اداره (سیګار) خپله دنده پای ته رسولې، خو دا ادارې مخکې ويلي وو چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، له امريکا څخه افغانستان ته له درې ميليارده ډالرو زياتې مرستې لېږل شوي دي.
د طالبانو اداره تر اوسه په امريکايي کانګرس کې د دغې لايحې تصويب ته ځانګړې غبرګون نهدی ښودلی، خو دا ډله له وړاندې تل دا ادعا کوله چې دغه مرستې مستقيمآ بهرنيو بنسټونو ته ځي او د هغوی په واک کې نهدي.




