امرالله صالح: د واشنګټن حیثیت ته د «امریکایي طالبانو» خطر تر واقعي طالبانو زیات دی

امرالله صالح، چې د افغانستان د جمهوررئیس پخوانی مرستیال دی، په خپلو تازه څرګندونو کې د واشنګټن یو شمېر بانفوذه کړۍ «امریکایي طالبان» بللي او ویلي یې دي چې دغه کسان د امریکا نړیوال حیثیت او باور ته زیان رسولی دی.
صالح په ټولنیزو رسنیو کې په یوه لیکنه کې ټینګار کړی چې بهرني طالبان د امریکا لپاره یو وړوکی او کنټرولېدونکی ګواښ ګڼل کېږي، خو هغه ډلې چې په واشنګټن کې د طالبانو ادارې پر وړاندې نرمه رویه او غیر روښانه تګلاره غوره کړې، د امریکا د ګټو لپاره لویه ستونزه ده.
نوموړي پرته له دې چې د کوم ځانګړي کس نوم واخلي، خبرداری ورکړی چې امریکا باید لومړی د خپلو «امریکایي طالبانو» پر وړاندې بیداره واوسي. د صالح په باور، همدغه کړۍ د دې لامل شوې چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره دوهګونې او کمزورې شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له ادارې سره د ځینو امریکایي چارواکو چلند د یو شمېر افغان سیاستوالو او مدني بنسټونو له خوا منفي غبرګونونه راپارولي دي.




