سياستمهم سرلیک

امرالله صالح: د ناټو له لوري د پيسو ورکړه د طالبانو مالي ځواک پياوړی کړ

امرالله صالح، د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال، وايي چې د ناټو ځینې غړي هېوادونه د خپلو پوځي ماموریتونو پر مهال په افغانستان کې د طالبانو ډلې ته د پیسو ورکولو له لارې د دې ډلې مالي ملاتړ کړی دی. د ده په وینا، دا کار د دې لپاره شوی و چې بهرني ځواکونه له اړخیزو ستونزو لرې وساتل شي، خو دا پيسې د طالبانو د مالي سرچينو يوه مهمه برخه ګرځېدلې وه.

صالح، چې پخوا یې د ملي امنیت ریاست مشري هم کړې، دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وکړې؛ هغه چې د ناټو رول د افغانستان په جګړه کې یاد کړی و. صالح ټینګار وکړ چې دا تادیات که څه هم په ظاهره د امنیت د تامین یا د نښتو د مخنیوي لپاره کېدل، خو په عملي ډول یې د طالبانو مالي وړتیا زیاته کړه.

د صالح په وینا، یو شمېر هېوادونه به په رسمي ډول تل دا ادعا کوله چې له «برګوان‌ګیرانو» سره خبرې نه کوي او «باج» نه ورکوي، خو د جګړې په ډګر کې واقعیت دا ښودله چې برعکس دغه دریځونو، د میلیونونو ډالرو پيسې طالبانو ته ورکړل شوې دي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې ګڼ شمیر منتقدین د ځینو نړیوالو لوبغاړو دوه‌ګونی سیاست د جګړې د دوام او د طالبانو د بیا واک ته رسېدو یو اساسي لامل بولي؛ هغه سیاستونه چې د دوی په باور، بې له روښانه ځواب‌ګویۍ، د افغانستان پر خلکو درانه لګښتونه تحمیل کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button