سياستمهم خبرونه

امرالله صالح: د پاکستان د دفاع وزیر د تبلیغاتو پر ځای باید د دفاع مسؤلیت ترسره کړي

امرالله صالح، چې د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال او د پاکستان د سیاستونو له سختوغندونکو څخه دی، د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته په سختو ټکو غبرګون ښودلی او د طالبانو په ملاتړ کې د پاکستان پر رول پوښتنې راپورته کړې دي.

صالح په خپلو ټولنیزو رسنیو پیغامونو کې ویلي، د پاکستان د دفاع وزیر لهجه د یوه تبلیغاتي ویاند په شان ده او زیاته کړې یې ده چې د دفاعي چارواکو ځای باید د عمل په ډګر کې وي، نه د بې‌پایلو ویناوو په کولو.

هغه د طالبانو د کویټې شورا او د پاکستان د پوځ عمومي قرارګاه (GHQ) ترمنځ د شخړو په اشاره دغه حالت “تماشایي” بللی او ویلي دا یو فرصت دی چې پاکستان خپلې سیمه‌ییزې پالیسۍ له سره وڅیړي.

امرالله صالح له پاکستان غوښتي چې واضح اعتراف وکړي چې څنګه او ولې یې له طالبانو ملاتړ کړی. هغه له پاکستانی چارواکو غوښتي چې د طالبانو د روزنې ویډیوګانې، د هغوی کاروبارونه او ودانۍ په پاکستاني ښارونو کې، او د دغه ملاتړ شاته شته پټې موخې له افغان ولس سره شریک کړي.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان باید له افغان ولس او له شخصیتونو لکه حامد کرزي، محمد اشرف غني او خپله له ده (امرالله صالح) بخښنه وغواړي څو وکولای شي دا “تاریخي بار” تر شا پرېږدي او روښانه راتلونکي ته چمتو شي.

دا نیوکې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو اداره لا هم له نړیوالې ټولنې څخه رسمیت نه‌دی ترلاسه کړی او ګڼ شمېر شنونکي، په ګډون د پاکستان د ملاتړ، د افغانستان د کړکیچ د ژورتیا اصلي لامل ګڼي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button