مهم سرلیکنړیوال

عفو نړیواله وايي د ټرمپ د سولې د کمېټې جوړول له نړيوالو قوانينو سره ټکر لري

د عفو نړیوال سازمان د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا د سولې د کمېټې د جوړېدو د سند تر لاسليک وروسته ويلي چې دا اقدام د نړيوالو قوانينو او بشري حقونو ښکاره سپکاوی دی. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې دا پرېکړه به د نړيوال عدالت د پياوړتيا هڅې تر پوښتنې لاندې راولي.

ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د يو شمېر نړيوالو مشرانو په ګډون يې د سولې يوه کمېټه جوړه کړې ده. عفو نړیواله په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه ګام کولای شي د ملګرو ملتونو جوړښتونه، د نړيوال عدالت بنسټونه او منل شوي نړيوال اصول له ننګونو سره مخ کړي.

په اعلاميه کې راغلي چې د دې ډول يوې کمېټې جوړېدل «د هغو لسګونو کلونو هڅو پر مخ سپکېدنه ده چې د ګډو ارزښتونو د پياوړتيا او د غړو هېوادونو تر منځ د لا زياتې برابري د رامنځته کولو له لارې د نړيوال نظم او حاکميت د ټينګښت لپاره شوې دي».

ټرمپ د نړۍ لسګونو مشرانو ته د دې کمېټې د غړيتوب بلنه ورکړې، خو يو شمېر د امريکا متحدين له ګډون څخه ډډه کړې ده. په داسې حال کې چې د منځني ختيځ ځينې سيمه ييز قدرتونه لکه ترکيه، مصر، سعودي عربستان او قطر او همدارنګه هغه هېوادونه لکه اندونزيا دې کمېټې ته ورګډ شوي، خو د نړۍ ستر قدرتونه او د لويديځ امريکايي متحدين له احتياط څخه کار اخلي.

روسيې ويلي، دا وړانديز ارزوي. ولاديمير پوتين ويلي، ممکن مسکو له خپلو په امريکا کې کنګل شوو شتمنيو څخه يو ميليارد ډالر د غزې د سولې کمېټې ته ځانګړی کړي.

خو فرانسه په رسمي توګه له دې کمېټې سره د يو ځای کېدو څخه ډډه کړې او برېتانيا هم ويلي چې دا مهال د غړيتوب نيت نه لري. تر اوسه چين په دې اړه خپله څرګنده دريځ نه دی بيان کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button