امنیت او پېښېمهم خبرونه
په لغمان کې د وسلو يو ستر زېرمځای کشف شو

د لغمان د پولیسو ریاست وايي، د علیشنګ ولسوالۍ د سایګل دره کې د امنیتي ځواکونو د لټون عملیاتو له لارې د درنو او سپکو وسلو يو ستر زېرمځای موندل او ضبط شوی دی. د چارواکو په وینا، له دې پټنځایه څخه ۵۱ د هاوان مرمۍ، دوه د ۸۲ مليمتره مرمیو پایه، ۲۰۰ د دهشکې مرمۍ، ۱۰۰ پیکا مرمۍ، یوه ضد پرسونل ماین، ۲۸ د هاوان سرمرمۍ او څلور د ۸۲ مليمتره سرمرمۍ ترلاسه شوي دي.
محلي چارواکي زیاتوي چې تر اوسه ددې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو د پولیسو له لوري څېړنې روانې دي. د طالبانو اداره چې دا مهال د امنیتي بنسټونو کنټرول لري، له دې وړاندې هم د وسلو او مهماتو د پټنځایونو د موندلو راپورونه خپاره کړي دي؛ خو شنونکي وېره لري چې د وسلو د منبعې د نه روښانتیا له امله، د هېواد بیلابیلو سیمو امنیت له خطر سره مخ کېدی شي.




