سياستمهم خبرونه

وزیر امر بالمعروف: د والیانو خوابېدلو ته اندېښنه مه کوئ

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزیر، محمد خالد الحنفي، د دې وزارت ولایتي رییسانو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو دندو پر مهال دې د والیانو او نورو سیمه‌ییزو چارواکو د خواشینۍ پروا نه کوي.

حنفي، د «لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق» حدیث ته په اشاره سره، ټینګار کړی چې د خالق نافرمانۍ کې د کوم مخلوق اطاعت جایز نه دی؛ او باید د دې وزارت ديني برداشت د تصمیم نیولو اصلي معیار وي.

نوموړي زیاته کړې، د انسانانو او چارواکو د رضایت پرتله د خدای خوښي ارزښتناکه ده؛ او که خدای له یو چا خوښ وي، هېڅ ځواک نه شي کولی هغه ته زیان ورسوي. خو، د خلکو ټولیز رضایت چې د خدای خوښي پکې نه وي، د هغه په باور، هیڅ ارزښت نه لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېرو درې کلونو کې د امر بالمعروف وزارت کړنې له پراخو نیوکو سره مخ دي. د بشري حقونو فعالانو، نړیوالو ادارو او عامو وګړو په وینا، دغه اداره د دین له سخت‌ګیرانه تعبیر سره د افغان ښځو او نجونو په ژوند بې‌سابقه محدودیتونه لګولي او د خپلو پالیسیو پر پایلو روښانه حساب نه دی ورکړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button