مهم خبرونهنړیوال

امريکايي کارپوه د زلنسکي د سولې طرحه «د وخت بم» وبلله

يو امريکايي اقتصادپوه خبرداری ورکړی چې د اوکراين د ولسمشر ولوديمير زلنسکي د سولې وړانديز شوې طرحه کولای شي د بحران د زياتېدو او جګړې د پراخېدو لامل شي.

مارتين آرمسټرانګ په ټولنيز جال ایکس کې ليکلي چې دغه طرحه به اروپايي اتحاديې او د ناټو تړون ته دا زمينه برابره کړي چې د ده په وينا د «غلط بيرغ عمليات» تر نامه لاندې روسيه ملامته وښيي او د بشپړې جګړې لاره هواره کړي؛ هغه جګړه چې د ده په وينا، ځينې اروپايي لوبغاړي ورته لېواله دي.

دغه امريکايي کارپوه همدارنګه د هرې هغې د سولې طرحې په هکله خبرداری ورکړی چې د ناټو د پنځمې مادې په څېر امنيتي تضمينونه ولري، ځکه د ده په وينا، دا ډول ضمانتونه کولای شي د نښتې دايره په چټکۍ سره پراخه کړي، ځکه پر يو غړی بريد د ټولو غړو پر وړاندې بريد بلل کېږي.

په همدې حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وړاندې ويلي وو چې له لوېديځ څخه هر ډول امنيتي تضمينونه بايد د اوکراين د ګاونډيو هېوادونو امنيتي اندېښنې هم په پام کې ونيسي.

د راپورونو له مخې، امريکا او روسيه هڅه کوي چې اوکراين د خپلې خوښې د سولې د طرحې منلو ته قانع کړي، خو په عين وخت کې ځينې کړۍ په مسکو او واشنګټن کې د اروپا رول د اوکراين د جګړې د دوام يو اصلي لامل بولي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button