مهم خبرونهنړیوال

د امريکا اندېښنه؛ د جولاني واک د نسکورېدو وېره په سوريه کې

د يو صهيونيستي رسنۍ د راپور له مخې، د امريکا حکومت د سوريې د واکمن ابومحمد الجولاني د واک د احتمالي نسکورېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده او هڅه کوي چې د هغه د موقف د کمزوري کېدو مخه ونيسي.

آی۲۴ نيوز وېب سايټ راپور ورکړی چې واشنګټن الجولاني په سوريه کې د خپل متحد په توګه ګڼي او د هغه د حاکمیت ساتل د امريکا د ستراتیژيکو ګټو برخه بولي. په همدې چوکاټ کې ويل شوي چې امريکا هڅه کوي د دمشق پر وړاندې امنيتي فشارونه کنټرول کړي.

راپور زیاتوي چې ټاکل شوې ده تام باراک، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی، نن اشغال شوې سیمې ته لاړ شي ترڅو د اسرایيلي صدراعظم بنيامين نتنياهو او نورو صهيونيستي چارواکو سره د سيمې د تحولاتو، په ځانګړې توګه د سوريې د وضعیت او د واشنګټن د سرې کرښې په اړه خبرې وکړي.

راپور زياتوي، امريکا اندېښنه لري چې د رژيم صهيونيستي پرلپسې بريدونه پر بېلابېلو سوريایي سيمو به د لا ډېرې بې‌ثباتۍ او په دمشق کې د واک جوړښت د فروپاشۍ سبب شي. همدا لامل دی چې واشنګټن هڅه کوي د دمشق او تل‌ابيب ترمنځ يو امنيتي تړون ته زمينه برابره کړي.

تر دې وړاندې هم د امريکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی و چې د اسرائيلو او سوريې ترمنځ د واقعي خبرو اترو پيل د واشنګټن له نظره مهم دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بشر اسد د حکومت له نسکورېدو وروسته، نه يوازې چې د سوريې کورني شخړې او وسله‌والې شخړې پای ته نه دي رسېدلي، بلکې د رژيم صهيونيست لخوا پر بېلابېلو سيمو بریدونه هم نه دي درېدلي. منتقدان وايي، د امريکا ملاتړ له اوسني واکمن جوړښت څخه د سوريې د خلکو د ثبات او امنيت لپاره نه، بلکې د واشنګټن د سياسي او اقتصادي ګټو، په‌ ځانګړې توګه د نفتو او ګازو سرچينو ته د لاسرسي هدف لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button