امریکا د B61-12 تاکتیکي هستوي بمب بریالي ازموینې وکړې

د امریکا متحده ایالاتو د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې د B61-12 ډول تاکتیکي حرارتي هستوي بمب پر یوه لړۍ بریالیو ازموینو لاس پورې کړ. دغه ازموینې د ساندیا ملي لابراتوارونو له خوا، چې د امریکا د انرژۍ وزارت تر څار لاندې فعالیت کوي، د هغه هېواد له ملي ادارې د هستوي خوندیتوب سره په ګډه ترسره شوې دي.
د ساندیا لابراتوار له خوا خپاره شوي راپور له مخې، دغه ازموینې د ۲۰۲۵ کال د اګست له ۱۹مې تر ۲۱مې پورې د نوادا ایالت په «تونوپاه» ازموینې میدان کې ترسره شوې. په دې عملیاتو کې پرمختللیو F-35 جنګي الوتکو دا بمونه، چې فعاله هستوي سرګولۍ نه لرله، له ټاکلي ارتفاعه غورځولي دي.
ساندیا لابراتوار ویلي، دغه وسلې چې د خنثی جاذبې B61-12 بمونو په بڼه ډیزاین شوې وې، د پنځم نسل جنګي الوتکو له لارې په بریالیتوب ویشتل شوې. دا ازموینې د پرواز او غورځېدو سیستمونو د دقت او د عصري تاکتیکي وسلو سره د مطابقت د ارزونې په برخه کې یو مهم ګام شمېرل شوی دی.
همداراز، ساندیا په خپل بیان کې ویلي چې د امریکا ملي اداره د هستوي خوندیتوب لپاره یوه څو کلنه طرحه وروستۍ کړې، ترڅو د دغو بمونو عملیاتي عمر تر لږ تر لږه شلو کلونو پورې اوږد کړي. دا برنامه د امریکا د تاکتیکي هستوي وسلو د اوږدمهالي کارونې د تضمین په موخه پیل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې B61-12 بمونه د تاکتیکي حرارتي هستوي وسلو څخه ګڼل کېږي، چې د ستراتیژیکو بمونو په پرتله لږ چاودېدونکي ځواک لري، خو د دقیقو هدایت کوونکو سیستمونو له امله یې د ضرب دقت لوړ دی. دغه بمونه کولای شي له بېلابېلو پرتابوونکو، په ځانګړې توګه F-35 جنګي الوتکو څخه وکارول شي.
له بلې خوا، په تېرو میاشتو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې امریکا د ۲۰۰۸ کال راهیسې، لومړی ځل، یو شمېر دغه بمونه د بریتانیا د «لیکنهېت» هوایي اډې ته انتقال کړي او هلته یې په یوه عصري ګدام کې ځای پر ځای کړي دي. امریکايي او بریتانوي چارواکو د دې ځای پر ځای کېدو په اړه له تبصرې ډډه کړې ده.
په ورته مهال، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د اکتوبر په میاشت کې اعلان وکړ چې دفاع وزارت ته یې امر کړی، څو د «ځینو هېوادونو له خوا د ورته ازموینو» په ځواب کې، د هستوي وسلو ازموینې بیا پیل کړي. نوموړي تازه ویلي، دا ازموینې ډېر ژر ترسره کېږي، خو د فعاله سرګولیو د کارولو په اړه یې څه نه دي ویلي.
همدا راز، د سيانان تلویزیون راپور ورکړی چې د ټرمپ حکومت یو شمېر د انرژۍ او هستوي امنیت چارواکي غواړي په نږدې ورځو کې د سپینې ماڼۍ له استازو سره وویني، ترڅو ولسمشر قانع کړي چې دا ازموینې عملي نه کړي.




