مهم خبرونهنړیوال

امریکا په سوریه کې نوې پوځي عملیات پیل کړل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په سهار اعلان وکړ چې هېواد یې په سوریه کې د «شاهین سترګه» په نوم نویو پوځي عملیاتو پیل کړی دی او ادعا یې وکړه چې امریکايي پوځ د داعش پر مرکزونو سخت او هدفي بریدونه کړي دي.

ټرمپ دغه عملیات د هغو امریکايي سرتېرو د وژنې “قاطع غبرګون” وباله چې په سوریه کې وژل شوي، او ویې ویل چې د عملیاتو هدف د داعش پوځي وړتیاوې کمول او د امریکا او د هغې متحدینو ګټو ته د ګواښونو مخنیوی دی. هغه همداراز ادعا وکړه چې د سوریې حکومت له دغو بریدونو ملاتړ کړی، خو خپلواکو څارونکو دا هڅه د امریکا د پوځي حضور د مشروعیت لپاره بولي، ځکه بریدونه د یوه خپلواک هېواد پر خاوره شوي دي.

په ورته وخت کې، د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې په دغو عملیاتو کې له سلو زیات دقیق مهمات کارېدلي او شاوخوا اویا موخې چې داعش پورې اړه لري، په نښه شوي دي. سنتکام وایي، دا بریدونه د داعش پر بنسټیزو تاسیساتو، د وسلو پر زیرمتونونو او د دغه ډلې پر عملیاتي مرکزونو شوي دي.

د امریکا د دفاع وزیر پیت هگست د جمعې په ماښام د عملیاتو د پیل پخلی وکړ او ویې ویل چې دا اقدام د داعش د وروستي برید په ځواب کې شوی دی؛ یاد برید په تدمر سیمه کې شوی و او د واشنګټن په وینا، درې امریکايي سرتېري یې وژلي. نوموړي زیاته کړه، دا عملیات به دوام ومومي او تر دې دمه ګڼ شمېر د داعش غړي وژل شوي، که څه هم جزیات یې شریک نه کړل.

له بلې خوا، د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د داعش پر ضد د مبارزې دوام ته ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سوریې پوځ به پر دغه ډلې خپله جګړه د هېواد په بېلا بېلو برخو کې پراخه کړي.

بل لور ته، یو شمېر شنونکي باور لري چې واشنګټن د داعش نوم د پلمې په توګه کاروي تر څو په سوریه، په ځانګړي ډول د دغه هېواد په نفت‌لرونکو سیمو کې خپل غیرقانوني پوځي حضور توجیه او ټینګ کړي. د دوی په باور، د «شاهین سترګه» عملیات تر ډېره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې پر ځای، د امریکا د پوځي فشار او لاسوهنې یوه برخه ده چې غواړي په سوریه کې نوې امنیتي معادلې تحمیل کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button