مهم خبرونهنړیوال

امریکا د بهرنیو پانګوالو د جلب لپاره د ‘طلایي کارت’ پلور پیل کړ

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ نوی پروګرام په رسمي ډول پیل کړی چې «طلایي کارت» نومېږي؛ د دې پروګرام موخه د بهرنیو پانګوالو جذب او د ملي عوایدو زیاتول بلل شوې ده. د دې نوې برنامې له مخې، هغه کسان چې غواړي ژر د امریکا د استوګنې اسناد تر لاسه کړي، باید لومړی ۱۵ زره ډالر د امریکا د کورني امنیت وزارت ته ورکړي. له قانوني څېړنو وروسته، غوښتونکي باید یو میلیون ډالر نور هم ورکړي څو د امریکا د استوګنې ویزه تر لاسه کړي او هلته د ژوند او کار اجازه ولري.

ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري ناسته کې وویل، طلایي کارت په اصل کې دایمي اقامت ګڼل کېږي، خو له عادي استوګنې جوازونو څخه زیات امتیازونه لري. د امریکا د سوداګرۍ وزیر په وینا، تر دې دمه له لس زرو زیاتو کسانو په دې پروګرام کې نوم لیکنه کړې ده او امریکایي چارواکي تمه لري چې د زرګونه ورته کارتونو له پلور څخه به میلیاردونه ډالر عاید ترلاسه کړي.

دا اقدام داسې مهال عملي کېږي چې واشنګټن هم‌مهاله د بهرنیو کډوالو پر وړاندې سختې تګلارې غوره کړي دي. په وروستیو میاشتو کې د کاري ویزو بیې لوړې شوې او له اسنادو پرته د کډوالو شړل زیات شوي دي. ځینې څارونکي باور لري چې د طلایي کارت پلور د مهاجرت د محدودولو او پانګونې د جذب تر منځ د امریکا د حکومت د تګلارو تر منځ تضاد لا څرګندوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button