مهم خبرونهنړیوال

سالارزو قوم اسلام‌آباد ته خبرداری ورکړی او د عمران خان ملاتړ کې مظاهرې پېل شوې

د خیبر پښتونخوا د باجوړ سیمې د سالارزو قوم یو شمېر مشرانو د یوې ولسي غونډې پر مهال له پاکستاني ادارو وغوښتل چې په قبایلي سیمو کې هدفمند بریدونه بند کړي. هغوی خبرداری ورکړ چې که دغه کړنې دوام ومومي او دوی ته مثبت ځواب ور نه کړل شي، له اسلام‌آباد سره به خپلې اړیکې پرې کړي.

په دې غونډه کې یو تن باجوړي اوسېدونکي څرګنده کړه چې د سالارزو قوم د پاکستان له حکومته غواړي چې د ایالتي لګښتونو او پوځ مسؤلیتونه ځایي خلکو ته وسپاري. دا غوښتنه د مرکزي ادارو په محلّي چارو کې د لاسوهنې پر وړاندې د پراخ بې‌باورۍ څرګندونه بلل کېږي.

له بلې خوا، د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی سهیل اپریدي په یوه خبری ناسته کې د تحریک انصاف ګوند پر وړاندې د پاکستان د ادارې چلند سخت وغندل. ده وویل چې حکومت د ګوند لوړپوړو غړو ته اجازه نه ده ورکړې چې له خپل مشر عمران خان سره وګوري.

د اپریدي په وینا، سره له دې چې دوی یوه شپه د بندي‌خونې مخې ته تیره کړه، حکومت یې له عمران خان سره د لیدنې فرصت ور نه کړ، آن د اسلام‌آباد عالي محکمې هم د ملاقات اجازه نه ده ورکړې.

نوموړي اعلان وکړ چې د سه شنبې په ورځ به د اسلام‌آباد د عالي محکمې مخې ته ستر اعتراضي غونډه وشي. دا اعتراضي لاریون به وروسته د اډیاله زندان پر لور ادامه پیدا کړي، هغه ځای چې عمران خان پکې بندی دی.

د هغه په وینا، دا مظاهره به د ملي، ولایتي او سنا مجلس غړو په ګډون ترسره شي، چې هدف یې له عمران خان او د هغه له مېرمنې بشری بي‌بي څخه ملاتړ دی، ځکه د هغوی پلویان باور لري چې دوی ناعادلانه بندیان شوي دي.

دا نوې اعتراضي هڅه د پاکستان د اپوزیسون او مرکزي ادارې ترمنځ ناندرۍ نوې مرحلې ته بوولي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button