امنیت او پېښېمهم خبرونه

په جوزجان کې د شرابو د تولید فابریکه کشف او له منځه یووړل شوه

د جوزجان د امنیه قومانداني چارواکي وايي، د پولیسو ځواکونو د هدفمند عملیاتو په ترڅ کې د الکولي مشروباتو یوه فابریکه موندلې او ورانې کړې ده. د چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې ۱۲۷ لیتر شراب او ۳۰۰ لیتر تخمیر شوې ممیزې هم ترلاسه شوې دي.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، یو تن د دې پېښې په تړاو نیول شوی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي. تر اوسه د نیول شوي کس د هویت او د دې فابریکې د فعالیت څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

جوزجان د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه دی او په وروستیو کلونو کې د دې ولایت له ځینو سیمو څخه د الکولي مشروباتو د تولید او زېرمه کولو د مرکزونو د موندلو او تخریب راپورونه ورکړل شوي دي. د طالبانو اداره تر دې وړاندې هم د الکولي مشروباتو تولید او پلور منع اعلان کړی او له ورته قضیو سره د قانوني چلند خبر یې ورکړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button