الازهر د اسټرالیا په سیدني کې د یهودي مراسمو پر ضد برید وغنده

د مصر د الازهر پوهنتون د اسټرالیا د سیدني ښار د یوې مشهوري ساحې ته څېرمه د یهودیانو د حنوکا مذهبي مراسمو پر ضد برید په کلکه وغنده او دا پېښه یې د انسانیت او دیني ارزښتونو خلاف وبلله.
په یوې خپرې شوې اعلامیه کې الازهر ټینګار کړی چې پر ملکي وګړو برید، پرته له دې چې تابعیت، دین یا باور یې څه وي، د منلو نه دی. دا هم وویل شوي چې د قرآن کریم ښوونې او د اسلام د پیغمبر سنتونه د انسان ژوند او د بېګناه وینو حرمت ته درناوی لري.
الازهر همداراز د ۴۳ کلن استرالیایي مسلمان، احمد الاحمد، ستاینه کړې؛ هغه چې د خپل ژوند له خطر سره سره، وکولای شول یو بریدګر بې وسلې کړي او یو شمېر حاضرین وژغوري.
د اعلامیې په دوام کې راغلي چې دغه انساني او زړور عمل د اسلامي ښوونو سم درک ښيي، او دا ثابتوي چې مسلمانان په فطرت کې د سولې، ګډ ژوند او مینې پلویان دي، نه د تاوتریخوالي.
د راپورونو له مخې، په دې وسله وال برید کې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي او له ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي.




