الجولاني: هڅه کوو د امريکا او ايران له جګړې څخه لرې پاتې شو

احمد الشرع، چې د جبهه النصره پخوانی مشر او د ځان لخوا اعلان شوی د سوريې ولسمشر دی او د ابومحمد الجولاني په نوم پېژندل کېږي، ويلي چې هېواد يې دا مهال له اسلامي جمهوريت ايران سره هېڅ رسمي اړيکه نه لري او د دمشق تګلاره د سيمه ييزو شخړو له ګډون څخه د ځان ساتل دي.
هغه دا څرګندونې په لندن کې د «د سلطنتي نړيوالو چارو مؤسسه» چې په عام ډول د چتم هاوس په نوم پېژندل کېږي، د يوې ناستې پر مهال وکړې. د ده په وينا، د سوريې د اوسني مشرتابه لومړيتوب د داخلي امنيت ساتنه او دا ډاډ ترلاسه کول دي چې هېواد يې بهرنیو تاوتریخوالو ته نه شي راکش کېدای.
الشرع ټينګار وکړ چې سوريه نيت نه لري هېڅ پوځي بريد پيل کړي او هڅه کوي د جګړې له ډګرونو لرې پاتې شي. هغه زياته کړه چې د هېواد د اوسني رهبرۍ هدف دا دی چې داسې لاره غوره کړي چې د سوريې ولس د سيمې له پوځي او سياسي شخړو خوندي وساتي.
چتم هاوس د بريتانيې له معتبرو څېړنيزو بنسټونو څخه دی چې د بهرنۍ پاليسۍ او نړيوالو اړيکو په برخه کې فعاليت کوي، او د دې بنسټ ناستې معمولاً د سياسي شخصيتونو او کارپوهانو په ګډون ترسره کېږي.




