امنیت او پېښېمهم خبرونه

په ننګرهار او پکتیکا کې هوايي بریدونه؛ طالبان وايي یوه مدرسه په نښه شوې

ځايي سرچینې راپور ورکوي چې د پکتیکا ولایت د برمل او ارګون په ولسوالیو او همدارنګه د ننګرهار د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې پراخ هوايي بریدونه شوي دي. د دغو سرچینو په وینا، دا بریدونه تېره شپه ترسره شوي او ګڼې استوګنیزې سیمې یې اغېزمنې کړې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف اداره ویلي چې د پاکستان پوځي الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په یوه «مدرسه» بمباري کړې ده. تر اوسه د احتمالي تلفاتو په اړه دقیق جزئیات نه دي خپاره شوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست هم ویلي چې د ولایت مرستیال والي، د عامې روغتیا رییس او یو شمېر ملکي او پوځي چارواکي د بهسود ولسوالۍ ته تللي، او له نږدې هغه کور یې کتلی چې د ځايي چارواکو په وینا، د هوايي برید هدف ګرځېدلی دی. د ننګرهار مرستیال والي د مرستندویو او ژغورنې ټیمونو ته امر کړی چې د زیانمنو شوو خلکو د مرستې بهیر چټک کړي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې له دې وړاندې د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی و، چې د خیبر پښتونخوا ایالت کې د خپلو دوو امنیتي سرتېرو له وژل کېدو وروسته به تلافی کوونکي اقدامات وکړي. د پوله‌ییزو سیمو د حساسو حالاتو له امله د نظامي کړکېچ د زیاتېدو او د هغه د پایلو په اړه د دواړو غاړو ملکي اوسېدونکي اندېښمن شوي دي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله‌ییزې سیمې څو ځلې د نښتو او هوايي بریدونو شاهدې وې، چې ډېری زیان یې ملکي خلکو ته اوښتی او د طالبانو پر ادارې یې د هېواد په کچه د امنیت د نه تأمین له امله پراخ انتقادونه راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button