په ننګرهار، پکتيکا او خوست کې هوايي بريدونه؛ لږ تر لږه ۲۳ کسان تر ملبې لاندې شوي

ځايي سرچينو راپور ورکړی چې د ننګرهار، پکتيکا او خوست ولايتونو پر ځينو سيمو د هوايي بريدونو په نتيجه کې لږ تر لږه ۲۳ کسان د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ په يوه برخه کې تر ملبې لاندې شوي دي. د سرچينو په وينا، د قربانيانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د تلفاتو کره شمېر لا معلوم نه دی.
سرچينې زياتوي چې دا بريدونه د يکشنبې شپه د حوت دوهمې نېټې په شاوخوا يوه بجه د ننګرهار د بهسود او خوګياڼو ولسواليو، د پکتيکا د برمل او اورګون ولسواليو او د خوست ولايت پر ځينو سيمو ترسره شوي دي. راپورونه وايي چې د خوست ځينې برخې هم تر بريدونو لاندې راغلې دي، خو تر اوسه زيات جزئيات نه دي خپاره شوي.
سرچينې ټينګار کوي چې په بهسود ولسوالۍ کې د يوه ملکي وګړي کور په نښه شوی چې له امله يې ۲۳ کسان تر ملبې لاندې پاتې شوي دي. د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې بيا يو جومات، د غوا روزنې فارم او يوه مدرسه هدف ګرځول شوې ده، چې دا کار د ملکي وګړو او عامه ځايونو د خونديتوب په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.
د طالبانو اداره د ياد شوو ولايتونو د پېښو پخلی کړی دی. د طالبانو د دفاع وزارت دا بريدونه غندلي او خبرداری يې ورکړی چې په “مناسب وخت” کې به ځواب ورکړي.
په ورته وخت کې، د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او داعش ډلې اووه مرکزونه د افغانستان دننه په نښه کړي دي. دغه پېښه يو ځل بيا د پولهييزو سيمو د امنيت او د دا ډول بريدونو د تکرار د مخنيوي په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.




