امنیت او پېښېمهم خبرونه

په ننگرهار کې د هوايي برید ژوندي پاتې ماشوم خپلې کورنۍ لټوي

د ننگرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ د ګردي‌کچ په سیمه کې د یوه هوايي برید له امله یو ماشوم چې له دې پېښې ژوندی پاتې شوی، په ژړا او بې‌قراری سره له خلکو غوښتنه کوي چې د خپلې مور، خویندو او ورونو لیدو ته یې یوسي. دا پېښه دوه شپې مخکې رامنځته شوې ده، او د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د دغه ماشوم د کورنۍ څو غړي په برید کې وژل شوي دي.

هغه ویډیو چې د دې ماشوم له صحنې څخه په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، ښيي چې ماشوم د خپلې کورنۍ نومونه اخلي او له سیمې خلکو غواړي چې هغه د خپلې مور لیدو ته بوځي. شاوخوا خلک هڅه کوي هغه ارام کړي او ورته وایي چې کورنۍ یې په روغتون کې ده، خو ماشوم په ټینگار غواړي چې بې‌درنګه له هغوی سره وګوري.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دا برید د پاکستاني ځواکونو له‌خوا ترسره شوی دی. لا تر اوسه د تلفاتو د دقیق شمېر او د ټپیانو د وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د دې ویډیو خپرېدو پراخ غبرگونونه راپارولي او یو ځل بیا یې د هوايي بریدونو پر مهال د ملکي وګړو د تلفاتو اندېښنې راژوندي کړې دي. د بشري حقونو کارپوهان ټینګار کوي چې په هر ډول نظامي اقدام کې باید د ملکي وګړو خوندیتوب په لومړیتوب کې وي او له ماشومانو او نورو غیرنظامیانو سره د زیان رسولو مخه ونیول شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button