مهم خبرونهنړیوال

ائتلاف سعودي وايي عیدروس الزبیدي له عدن څخه وتلی او ابوظبۍ ته رسېدلی

د سعودي ائتلاف وياند اعلان کړی چې عیدروس الزبیدي، د جنوبي يمن د انتقالي شورا مشر چې د متحده عربي اماراتو له لوري ملاتړ کېږي، له عدن څخه وتلی او د سوماليلنډ او موګاديشو له لارې د ابوظبۍ الریف هوايي اډې ته رسېدلی دی.

د کرنل ترکي المالکي په وينا، ترلاسه شوې استخباراتي معلومات ښيي چې الزبیدي او يو شمېر ملګري يې د جنورۍ پر اوومه نېټه د نيمې شپې وروسته له عدن بندر څخه په يوه بېړۍ کې وخوځېدل. دغه بېړۍ د سفر پر مهال خپل د پېژندنې سيستم بند کړی او د غرمې شاوخوا مهال د سوماليلنډ بربره بندر ته رسېدلې ده.

المالکي زياته کړه چې الزبیدي له بربرې ته د رسېدو وروسته له يوه کس سره د ابو سعيد په نوم تماس نيولی، چې وروسته څرګنده شوه نوموړی د متحده عربي اماراتو د ګډو عملياتو قوماندان سرلشکر عوض سعيد مصلح الاحبابي دی. د ده په وينا، الزبیدي او ملګري يې وروسته د اماراتي افسرانو تر څارنې لاندې په يوه اليوشن الوتکه کې موګاديشو ته ولېږدول شول او له هغه ځايه ابوظبۍ ته ولاړل.

د سعودي ائتلاف وياند همدارنګه وويل، د هغو کسانو د برخليک په اړه څېړنې روانې دي چې تر الزبیدي له وتلو مخکې له ده سره ليدلي وو. د دغو کسانو له ډلې، د عدن پخوانی والي او د دې ښار د امنيتي کمربند ځواکونو قوماندان ياد شوي چې اړیکه ورسره پرې شوې ده.

په همدې حال کې، د الجزيرې خبريال راپور ورکړی چې د «سپر وطن» په نوم سعودي تابع ځواکونه د ابين له ولايت څخه عدن ته په لاره دي. په ورته وخت کې، د سعودي سفير په يمن کې ويلي چې د الزبیدي په مشرۍ د جنوبي انتقالي شورا اقدامات د جنوبي يمن د ستونزې په حل کې مرسته نه ده کړې او په رياض کې له دې شورا سره خبرې روانې دي تر څو د رامنځته شوې وضعې ارزونه وشي.

عیدروس الزبیدي تر دې مخکې اعلان کړی و چې د دوو کلونو انتقالي پړاو به پيل کړي، چې موخه یې د جنوبي يمن بېلتون او خپلواکي ده — يو موضوع چې په وروستيو کلونو کې د دغه هېواد د سياسي او پوځي کړکېچ له اصلي محورونو څخه ګرځېدلې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button