ټولنه‌یز

په احمدشاه بابا مېنه کې د ۱۳ تر ۱۶ بلاکونو نښلوونکي سرک څراغونه ولګېدل

د کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د احمدشاه بابا مېنې په دولسمه ناحیه کې د ۱۳، ۱۴، ۱۵ او ۱۶ بلاکونو ترمنځ د نښلوونکي سرک د څراغونو د نصب پروژه بشپړه شوې او د عامو خلکو د استفادې لپاره سپارل شوې ده.

د کابل ښاروالۍ د ساتنې او مراقبت د چارو تخنیکي مرستیال، محمد داوود زواب، ویلي چې د درې زره او پنځه سوه مترو په اوږدوالي دغه سرک کې ټول ۱۰۷ څراغ‌پایه‌ ګانې د څراغونو له لامپونو سره نصبول شوې دي ترڅو د شپې منظم رڼا تأمین شي.

د ده په وينا، له نصبول شویو څراغ‌پایه‌ ګانو څخه ۷۳ دوه‌شاخه او ۳۴ یوه‌شاخه دي چې دا به د مزل کوونکو د خوندیتوب د زیاتېدو، د ټرافیکي خوندیتوب د ښه کېدو، د ښاري جرمونو د کمېدو او د دې سیمې د اوسېدونکو د شپې تګ راتګ د اسانتیا سبب شي.

د کابل ښاروالۍ مسوولینو ویلي چې د دې پروژې ټول لګښت له نهه میلیونو افغانیو څخه زیات دی او یاد سرک تېر کال د اړوند ریاست له‌خوا جوړ شوی و.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button