دوهم سرلیکنړیوال
احمد الشرع مسکو ته ورسید

د سوریې د موقت حکومت مشر احمد الشرع د څو شیبو مخکې مسکو ته ورسید او هغه الوتکه چې نوموړی پکې و، د ونکوووا په هوایي ډګر کې کښیناست. د رسمي سرچینو په وینا، ټاکل شوې ده چې الشرع نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کریملین ماڼۍ کې وګوري. د دوی د خبرو اصلي موضوعات به دوه اړخیزې همکارۍ، سیمهییز بدلونونه او د منځني ختیځ اړوند مسایل وي. دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې د سیمې سیاسي او امنیتي پرمختګونه لا هم روان دي او د مسکو او دمشق رول د منځني ختیځ په معادلو کې د نړیوالو څارونکو پاملرنه ځانته راجلب کړې ده. تمه کېږي چې د دې لیدنې پایلې به د دواړو لوریو په سیاسي تعاملاتو او راتلونکو دریځونو اغېز ولري.




