اقتصادمهم خبرونه

په غزني کې د نوو زراعتي ټکنالوژيو نندارتون جوړ شو

د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خصوصي تجارتي شرکتونو په همکارۍ د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ د ناني په سیمه کې د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ نندارتون جوړ کړی دی. په دې نندارتون کې بزګران، د زراعت متخصصین او یو شمېر سیمه‌ییز چارواکي حاضر وو.

په دې نندارتون کې د څاڅکي یا ډریپ اوبولګونې سیستمونه، د لېزر په مرسته د ځمکې هوارولو ماشينونه، د خاورې د رطوبت سنجولو وسایل، د لمر پمپونه او د تخم او سرې شیندلو ماشينونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

د غزني د کرنې ریاست ویاند زکریا هوتک په خپله وینا کې وویل چې د دې نندارتون موخه د عصري علمي طریقو ترویج او د دودیزو روشونو کمول دي. نوموړي زیاته کړه چې نوې ټکنالوژي کولی شي د اوبو په مصرف کې سپما، د بزګر پر اوږو د کار کمښت او د ځمکو حاصل ورکولو وړتیا لوړه کړي.

د هوتک په وینا، نږدې دوه میلیونه ډالر په دې نندارتون کې د کارول شویو وسایلو د برابرولو او پېرلو لپاره پانګونه شوې ده. همداراز، د پیر سعید تجارتي شرکت استازي عبدالوکیل متوکل وویل چې دوی هڅه کوي د کرنې پرمختللې ماشینونه له بېلابېلو هېوادونو وارد کړي او په هېواد کې د کرنیزې برخې د نوسازۍ زمینه برابره کړي.

دا نندارتون داسې مهال جوړېږي چې د هېواد په جنوبي ولایتونو کې ډېر بزګران د اوبو کمښت، د عصري وسایلو نشتوالی او د طالبانو ادارې له لوري د تخنیکي ملاتړ د کمېدو له ستونزو سره مخ دي؛ هغه موضوع چې د کرنې متخصصین یې د هېواد د زراعت د پراختیا په لاره کې ستر خنډ بولي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button