اقتصادمهم خبرونه

په بلخ کې د کرنې او مالدارۍ محصولات نندارتون ترسره شو

په بلخ ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو نندارتون جوړ شوی چې پکې د بلخ، اروزګان او بدخشانو د صنعت‌کارانو او مالدارانو تولیدات په نږدې سل غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي. د نندارتون جوړوونکي وايي، د دې پېښې هدف د اقتصاد وده او د کورنیو تولیداتو ملاتړ دی.

د طالبانو د ادارې سیمه‌ییز مسوولین وايي، دغه نندارتون د سیمه‌ییزو محصولاتو د پېژندنې او د تولیدوونکو لپاره د پلور بازار د رامنځته کولو زمینه برابره کړې ده. د هغوی په وینا، ګډونوال توانېدلي چې د خپلو کرنیزو محصولاتو، لبنیاتو او نورو مالدارۍ توکو ننداره وکړي او لیدونکو ته یې وړاندې کړي دي.

د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، دا نندارتون د لیدونکو او تولیدوونکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی. یو شمېر ګډونوالو له اړوندو بنسټونو غوښتي چې د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او بازارونو ته د لا ښه لاسرسي لپاره زیات ملاتړ وکړې.

اقتصادي کارپوهان تل د داسې نندارتونونو جوړېدل د کورنیو محصولاتو د بازارموندنې او د تولیدوونکو او مصرفوونکو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د رامنځته کېدو ښه فرصت بولي؛ هغه اقدام چې کولای شي د سیمه‌ییز اقتصاد په پیاوړتیا او د بېلابېلو سیمو د اوسېدونکو په عوایدو د زیاتوالي کې مرسته وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button