د لندن کې د افغانانو لاريون د پاکستاني بريدونو پر وړاندې

يو شمېر د افغانستان اوسېدونکي چې په برېتانيا کې ژوند کوي، د لندن په ښار کې د احتجاجي لاريون په ترسره کولو سره د پاکستان د هوايي او ځمکنیو بريدونو غندنه وکړه چې د افغانستان په ځينو سيمو ترسره شوي دي. دوی دغه کړنې د تاوتريخوالي د زياتېدو او د ملکي وګړو د ژوند لپاره يو ګواښ وباله.
معترضان د لندن په څو مهمو سړکونو راټول شول او د شعارونو په ورکړې سره يې له پاکستانه د پوځي عملياتو د فوري درولو غوښتنه وکړه. د ګډونوالو په وينا، د دغو بريدونو دوام د پولهيې سيمو امنيتي وضعه لا نوره پېچلې کړې ده.
ګډونوالو له نړيوالې ټولنې او نړيوالو بنسټونو وغوښتل چې د هغه څه په وړاندې چې دوی يې «د افغانستان د حاکميت نقض» وباله، روښانه دريځ خپل کړي او د تاوتريخوالي د پراخېدو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه واخلي.
په دې غونډه کې ټينګار وشو چې د فرضي ډيورنډ کرښې دواړو غاړو سيمې په تېرو کلونو کې هم د ورته تاوتريخوالي شاهدې پاتې شوې دي او اړتيا ده چې نړيوال بنسټونه او ديپلوماتيکې هڅې جدي پاملرنه ورته وکړي څو د سيمې اوسېدونکي له لا نورو زيانونو خوندي پاتې شي.




