د هامبورګ ښار کې د افغانانو لاریون د پاکستان پر بریدونو د اعتراض په توګه

یو شمېر افغانانو چې د جرمني د هامبورګ ښار اوسېدونکي دي، د پاکستاني پوځ وروستیو بریدونو ته د غبرګون په توګه اعتراض وکړ. د دغې غونډې ګډونوالو هغه څه چې یې «د پاکستان پوځي تېری» وباله، وغندله او د افغان ځواکونو له ملاتړ سره یې ټینګار وکړ.
لاریون کوونکو د شعارونو په ویلو او د پلېکارډونو په پورته کولو سره، د بریدونو د ژر درېدو او د افغانستان د ملي حاکمیت د درناوي غوښتنه وکړه. هغوی ټینګار وکړ چې د دې وضعیت دوام کولی شي په سیمه کې د ثبات لپاره جدي پایلې ولري.
د تظاهرات ګډونوالو پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د پاکستان د پوځ د کړنو پر وړاندې بېپروا پاتې نه شي او د نښتو د دوام د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د ټولنې تنظیموونکو په وینا، دا اعتراضي حرکت به د جرمني نورو ښارونو ته هم وغځېږي او په راتلونکو ورځو کې به د پاکستان د بریدونو د غندنې لپاره ورته پروګرامونه ترسره شي.




