مهم خبرونهنړیوال
په فرانکفورت کې د افغانانو د جګړې ضد لاريون ترسره شو

يو شمېر افغانانو چې په آلمان کې مېشت دي، نن د فرانکفورت ښار کې د جګړې ضد لاريون ترسره کړ او د امريکا او اسرائيلو پوځي بريدونه پر ايران وغندل. د دې غونډې تنظيموونکو د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه او د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه يې وکړه.
ګډونوالو د ايران او فلسطين بيرغونه په لاس درلودل او د جګړې د دوام پر وړاندې يې خپل مخالفت څرګند کړ. هغوی ټينګار وکړ چې هر ډول پوځي اقدام، چې د ملکي وګړو د وژل کېدو سبب شي، بايد ودريږي.
دغه غونډه د يوې ډلې افغانانو له خوا چې په آلمان کې اوسيږي، تنظيم شوې وه. تنظيموونکو موخه دا وښوده چې د امريکا او اسرائيلو پوځي تېری وغندي او د نړيوالو قدرتونو د جګړهييزو تګلارو پر ضد خپل مخالفت څرګند کړي.




