ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

امريکايي مجلې: د افغانستان د ښځو د ځورونې پایلې نړيوالې دي

يوې امريکايي مجلې راپور ورکړی چې د طالبانو د واک ته د بيا ستنېدو وروسته، د افغانستان د ښځو حالت يوازې يو کورنی بحران نه دی، بلکې اغېزې يې د هېواد له پولو اوښتې او پر ديموکراسۍ، امنيت او نړيوال ثبات اغېز کوي.

په هغه مقاله کې چې په «ډيزرټ نيوز» خپره شوې، راغلي چې له ۲۰۲۱ کال راهيسې ښځې له عامه ژوند څخه په منظم ډول وېستل شوې او د زده‑کړې، کار، تګ راتګ او د بيان د ازادۍ له حقونو بې برخې شوې دي. د مقالې ليکوال ټينګار کړی چې دا محدوديتونه جوړښتي او سازماني بڼه لري او د ټولنيز ژوند ټولې برخې يې تر خپل اغېز لاندې نيولې دي.

د ليکوال په باور، د طالبانو له لوري جوړې شوې قوانين، چې پکې د ښځو د غږ د اورېدو بنديز په عامو محفلونو کې هم شامل دی، د يو داسې نظام څرګندونه کوي چې پر سخت جنسي ځورونې ولاړ دی؛ نظام چې ځينې يې تر «جنسي نسل وژنې» پورې تشبيه کوي. دغه مقاله اوسنی حالت د هېواد د نفوس نيمايي برخې پر وړاندې د بنسټيز تبعيض ښکاره بېلګه بللې ده.

په دوام کې راغلي چې نړيواله ټولنه د طالبانو د ادارې د ځواب ويلي کولو په برخه کې پاتې راغلې او په ځينو مواردو کې له دې ډلې سره سياسي او ديپلوماټيک تعامل د دې لامل شوی چې هغوی ته غيرمستقيم مشروعيت ورکړل شي. ليکوال خبرداری ورکړی چې د قاطع اقدام نشتوالی کولی شي د نړيوالو بشري حقونو معيارونه کمزوري کړي.

دغه مقاله همدارنګه د «جنسي آپارتايد» د يوه خپلواک جرم په توګه د نړيوالې کچې د قانوني پېژندنې هڅو ته اشاره کوي. د ليکوال په وينا، سره له دې چې ډېری د نړيوال قانون کارپوهان د افغانستان د ښځو حالت د همدې مفهوم مصداق بولي، خو اوسنی قوانين لا هم د بشر ضد جنايت په چوکاټ کې د دې مفهوم روښانه تعريف نه لري.

د دې تحليل له مخې، د افغانستان د ښځو حالت د هېوادونو د سولې او ثبات د کچې د اندازه کولو يوه شاخص کېدای شي. ليکوال ټينګار کړی چې نړيوالې ټولنې دا ډول بحرانونو ته څنګه غبرګون ښيي، پر دې اغېز کوي چې د بشري حقونو له سرغړونو سره په نورو سيمو کې څنګه چلند وشي.

په پای کې مقاله وايي چې د افغانستان له ښځو ملاتړ په حقيقت کې د نړۍ د ټولو ښځو د حقونو دفاع ده، او د دې حالت له پامه غورځول به په نورو هېوادونو کې د ورته سرکوب بڼو د تکرار زمينه برابره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button