ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځو بنسټونو کې ۳۰ سلنه د ښځينه کارکوونکو د کمېدو خطر
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د دوشنبې په ورځ (د قوس ۱۷مه) د افغانستان د ښځو تر مشرۍ لاندې بنسټونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې ده او ویلي یې دي چې د مالي سرچینو کمښت کولی شي، د دغو بنسټونو د ښځینه کارکوونکو ۳۰ سلنه کمښت رامنځته کړي.
د دې څانګې په وینا، یاد بنسټونه د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ کې بنسټیز رول لري او د دوی د فعالیتونو کمزوری کېدل د ټولنې لپاره یوه جدي اندېښنه ده. ملګرو ملتونو څرګنده کړې چې ډېر شمېر ښځینه بنسټونه دا مهال د بودیجې له جدي ستونزو سره مخ دي، چې دا حالت یې د خدماتو دوام له ګواښ سره مخ کړی.
د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي پر ضد د نړیوالې ۱۶ ورځنۍ مبارزې په لړ کې، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ښځو د رهبري رول پر ساتلو ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې که دغه مخکښ بنسټونه کمزوري شي، د رامنځته شوي خلا ډکول به ډېر سخت وي.
راپورونه ښيي چې د طالبانو له واکمنېدو او پخوانيو حمایوي سیستمونو د ړنګېدو وروسته، میلیونونو افغانو ښځو ته د ژوند اړینو خدماتو لاسرسی سخت محدود شوی. زیات شمېر ښځې او نجونې نور د ملاتړ کوونکو بنسټونو ته د تګ زمینه نه لري، چې دا وضعیت د ښځو د حقونو او عمومي شرایطو په اړه اندېښنې لا زیاتې کړې دي. د طالبانو د حکومت لهخوا د ښځینه بنسټونو پر فعالیتونو محدودیتونه د نړیوالو بنسټونو لهخوا غندل شوي او له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې له افغان ښځو سره پراخ ملاتړ وشي.




