په افغانستان کې د ژمي له پیل سره د خوړو نهامنۍ خطرناکه زیاتوالى موندلى

د خوړو نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې وایي چې د افغانستان د ژمي له پیل سره سم، د خوړو سختې او خطرناکې نهامنۍ کچه ډېرې شوې ده او اوس له اووه لس میلیونو زیاتو افغانانو له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.
د دغه راپور له مخې، د تېر ژمي پرتله د زیانپذیرو کسانو شمېر زیات شوی او له ۱۴.۸ میلیونو کسانو څخه تر اووهلس میلیونو کسانو ته رسېدلی دی، چې دا د هېواد په کچه د کورنیو د معیشت ډېره شکننده وضعیت ښيي.
دغه اداره همداراز خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو د بودیجې کمښت د ماشومانو وضعیت لا ډېر اندېښمن کړی او نږدې څلور میلیونه ماشومان د ناوړه تغذیې ښکار دي. دا اداره وایي، که دا حالت دوام ومومي، نو د روان ژمي په اوږدو کې د ماشومانو د مړینې خطر جدي دی.
د خوړو نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د ژمي په فصل کې له شپږو میلیونو کسانو سره د خوړو د مرستو لپاره، سمدستي ۴۶۸ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا لري. د مرستو رسوونکو نهادونو لهخوا بیا بیا ویل شوي چې د اقتصادي او اقلیمي ستونزو سربېره، د طالبانو د حکومت محدودیت لرونکې پالیسیانې او د بحران مدیریت نهشتون میلیونونه افغانان له خوړو او اساسي خدماتو څخه بېبرخې کړي دي.




