اقتصادمهم خبرونه

په افغانستان کې د ۱۷۸ اوبو سرچینو مدیریت پروژو پیل شو

د افغانستان د انرژی او اوبو وزارت اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز مالي کال په ترڅ کې، په ټول هېواد کې د اوبو سرچینو د مدیریت اړوند ۱۷۸ پروژې پیل شوي دي. دا پروژې بېلابېلې برخې رانغاړي، لکه د لویو او وړو بندونو جوړول او بشپړول، سربندونه، چکدمونه، د اوبو لګولو کانالونه او د بندونو د ساتنې طرحې.

د دغه وزارت ویاند، مطیع‌الله عاید ویلي چې دا مهال ۴۶ پروژې عملي روانې دي او ۱۳۲ نورې پروژې د پلې کېدو په لومړیو پړاوونو کې قرار لري. د وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۳۹۳ زره جریب ځمکه تر اوبو لاندې شي، ۱۶۲ میګاواټه برېښنا تولیدیږي او تر پنځو نیمو میلیونو زیاتو خلکو به مستقیم او غیر مستقیم ګټه ترې واخلي.

اقتصادي کارپوهانو دا اقدام د زراعت د ودې او د برېښنا د تولید لپاره مهم ګام بللی دی. د دوی په باور، افغانستان د پام وړ اوبو سرچینې لري او که دا سرچینې په سمه توګه مدیریت شي، نو د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو زمینه به برابره شي.

امان‌الله غالب، د برشنا شرکت پخواني رییس، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دغو پروژو د بریا لپاره باید لازم زیرساختونه لکه سړکونه، ځمکه او پانګه‌والو ته تشویقي تعرفې برابرې شي. عبدالظهور مدبر، بل اقتصادي تحلیلګر، هم ټینګار کړی چې د اوبو سرچینو اصولي مدیریت کولای شي هم د برېښنا په تولید او هم د زراعت ماشیني کولو کې مهم رول ولوبوي او په پایله کې د هېواد اقتصاد خپلواکۍ ته ورسوي.

د انرژی او اوبو وزارت ویلي، دا پروژې د یاد وزارت د کلنیو برنامو یوه برخه ده او د افغانستان د انرژۍ خپلواکي، د اوبو سرچینو دوامداره مدیریت او د زراعت سکتور د ودې په موخه پلې کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button