ټولنه‌یزروغتيامهم خبرونه

د خوړو نړيوال پروګرام: اوږده جګړې په افغانستان کې معلوليت او لوږه زياته کړې ده

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، د افغانستان اوږدې جګړې د هېواد د خلکو ترمنځ د معلوليت کچه لوړه کړې او دا ډله اوس د لوږې له جدي خطر سره مخ ده.

دغه بنسټ چې د ملګرو ملتونو له اړخ څخه فعال دی، د دوشنبې په ورځ، د سلواغې په شپږمه، په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د کلونو جګړو له امله ډېری افغانان اوس له فزيکي او ذهني محدوديتونو سره ژوند کوي او همدې حالت د هغوی لاسرسی خوراکي توکو او بنسټيزو خدمتونو ته لا سخت کړی دی.

د خوړو نړيوال پروګرام زياتوي چې د فنلنډ د حکومت په همکارۍ هڅه کوي، ټولو وګړو ته، په ځانګړي ډول معلولينو ته، خوندي، پراخ او له درناوي ډک لاسرسی د خوړو مرستو ته برابر کړي.

د ملګرو ملتونو د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د افغانستان شاوخوا يوه څلورمه برخه خلک، يعنې ۲۴.۶ سلنه، له سپک معلوليت سره مخ دي، نږدې ۴۰ سلنه متوسط معلوليت لري او شاوخوا ۱۳.۹ سلنه له شديد معلوليت سره ژوند کوي. دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې منتقدان وايي، د طالبانو اداره تراوسه د معلولينو د اغېزمن ملاتړ او د هغوی د بې‌وزلۍ او لوږې د کمېدو لپاره يو مشخص او هر اړخيز پروګرام نه دی وړاندې کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button