افغانستان او ازبکستان د درې سوه میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا د هڅو په دوام، افغانستان او ازبکستان د درې سوه میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. دغه هوکړه لیکونه د دواړو هېوادونو د سوداګریزې اړیکې د کنفرانس پر مهال د چارواکو او سوداګرو په حضور کې لاسلیک شول.
په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی، د ازبکستان د سیردریا ولایت والي ارکینجون توردیماوف، د اقتصاد وزارت معین محمدعالم جمیل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي او د دواړو لورو لسګونه تاجران ګډون درلود. چارواکو د دې غونډې هدف د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د نوو پانګونې فرصتونو رامنځته کول وبلل.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل، کابل او تاشکند د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره قوي اراده لري او د وروستیو کلونو په اوږدو کې د سوداګرۍ کچه په پاموړ ډول لوړه شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د سوداګرۍ د لا زیاتوالي پروګرامونه هم په پام کې دي او د افغانستان له لوري د اته توکو او د ازبکستان له لوري د شپږو توکو په اړه ترجیحي هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي.
بلخوا، د سیردریا والي د دواړو هېوادونو د تاریخي او اقتصادي اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل چې لسګونه افغان تاجران په دې ولایت کې فعالیت لري. هغه د پانګونې فرصتونه، ګډ صنعتي پروژې او د ازبکستان د صادراتو وړتیا اروپا ته د دواړو هېوادونو د همکاریو مهمې برخې وبللې.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، نوي هوکړه لیکونه د ودانیزو چارو، خوراکي توکو، کرنې، فرنیچر، کالیو او درملو برخې رانغاړي، هغه برخې چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا زمینه رامنځته کولی شي.




