د کابل او تاشکند هڅه چې دوه اړخیزه سوداګري تر ۵ مليارده ډالرو پورې زیاته کړي

ازبکستان او افغانستان د دې پلان جوړوي چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه تر پنځه مليارده ډالرو پورې لوړه کړي. د ازبکستان د صدراعظم مرستیال، جمشید خوجهیف، ویلي چې دا هدف د نوموړي او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر، نورالدین عزیزي، تر منځ د ویډیويي غونډې پر مهال مطرح شوی دی.
د خوجهیف په وینا، د تېر پنځو کلونو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پام وړ پراخه شوې او ۲.۵ برابره زیاته شوې ده. هغه زیاتوي چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ارزښت له ۶۵۳ میلیونو ډالرو په ۲۰۲۱ کال کې، نږدې ۱.۷ میلیاردو ډالرو ته په ۲۰۲۵ کال کې رسېږي.
نوموړي ازبک چارواکي دا هم ویلي چې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګريزو همکاریو د پراختیا په اړه د عملي ګامونو پر څرنګوالي خبرې کړي دي. د هغه په وینا، د افغان پلاوي د ازبکستان سفر لپاره چمتووالی هم د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه و.
د خوجهیف د څرګندونو له مخې، ټاکل شوې چې له روژې وروسته دغه همکارۍ لا عملي بڼه غوره کړي. په دې لړ کې به په کابل کې یو سوداګریز فورم جوړ شي او یوه ګډه نقشهلاره به د ځانګړو محورونو پر بنسټ برابره شي.
په داسې حال کې چې دا څرګندونې د ازبکستاني چارواکو له خوا خپرې شوې دي، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د خصوصي سکتور فعالان وايي، د طالبانو له خوا د اقتصادي هوکړو او پروګرامونو په اړه د شفافو معلوماتو نشتوالی یوه له هغو مسایلو څخه ده چې تل یې د لا ډېر وضاحت غوښتنه کړې ده.




