مل ملګری ملتونه: تر ۲۰۶۰ پورې به د افغانستان نیمه وګړي ښارونو کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) ویلي، د افغانستان راتلونکی به په زیاتېدونکي ډول ښاري وي او تر کال ۲۰۶۰ پورې به د هېواد نیمه نفوس په ښارونو کې استوګنه کوي. دغه اداره ټینګار کوي چې دا ستر بدلون به په نسبتاً لنډ وخت کې رامنځته شي او جدي چمتووالي ته اړتیا لري.
د UN-Habitat په باور، د ښارونو پراختیا کولای شي د دوامدار پرمختګ، اقتصادي ودې او د خلکو د هوساینې زیاتېدو لپاره یوه موقع وي، مشروط پر دې چې ښاري پلان جوړونه، عادلانه لاسرسی خدمتونو ته او د سرچینو سم مدیریت په لومړیتوبونو کې راولي.
په عین حال کې، کارپوهان خبرداری ورکوي چې که روښانه او مسؤل پالیسي ونه لري، د ښاري نفوسو زیاتوالی کولای شي د بنسټیزو تاسیساتو، استوګنې، اوبو، روغتیا او د کار بازار باندې فشار زیات کړي؛ دا هغه ننګونه ده چې د افغانستان د اوسني وضعیت او د طالبانو تر ادارې لاندې د بنسټونو د ظرفیت او د پرېکړو د شفافیت په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.
نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې د افغانستان د راتلونکې ښاري ژوند اداره پراخې همکارۍ، اوږدمهاله لیدلوري او د ټولو ښاري اوسېدونکو د حقوقو او اړتیاوو ته پام ته اړتیا لري، تر څو دا ډيموګرافیک بدلون په ټولنیز او اقتصادي بحران بدل نه شي.




