امنیت او پېښېمهم خبرونه

په اته ولایتونو کې ۲۵ تنه د غلا، قمار او وسلو د قاچاق په تور نیول شوي

د طالبانو د حکومت د پولیسو ادارې په یوه نوي خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې لږ تر لږه ۲۵ کسان د غلا، قماربازۍ او د وسلو د قاچاق په تور د افغانستان په اته ولایتونو کې نیول شوي دي.

په دغو نیول شویو کسانو کې، اته تنه د بلخ ولایت اوسېدونکي د قماربازۍ، څلور کسان په هرات او درې تنه په نیمروز کې د غلا په تړاو، او بیا درې نور کسان په پروان ولایت او دوه تنه په غور ولایت کې نیول شوي دي.

همداراز، دوه نور شکمن کسان هم د غزني او بادغیس ولایتونو څخه د مال او ترانسپورت وسایطو د غلا په تور نیول شوي دي.

په ورته مهال، د طالبانو حکومت ویلي چې درې نور کسان یې د کندهار ولایت د شورابک ولسوالۍ کې د یوې مشخصې اندازه وسلو او مهماتو د قاچاق په تور نیولي دي.

طالبان دغه شمېرې په داسې حال کې خپروي چې د پخواني حقوقي نظام له ړنګېدو وروسته، د هېواد عدلي او قضايي بنسټونه له لازم شفافیت څخه برخمن نه دي. له دې سره، د بشري حقونو خپلواکو بنسټونو د طالبانو له لوري د نیونو پر مهال د مدني حقونو پراخو سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button