افغانستان درېيم کال پرلهپسې د ملګرو ملتونو د رايې حق څخه بېبرخې شوه

افغانستان د درېيم پرلهپسې کال لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د رايې له حق څخه بېبرخې پاتې شوی، ځکه چې د دې هېواد کلنی غړيتوب فيس نهدی ورکړل شوی او د افغانستان د څوکۍ وضعيت هم لا نهدی روښانه شوی. دا حالت په داسې حال کې دوام لري چې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان استازی تر اوسه د ملګرو ملتونو لهخوا رسمي نهدی منل شوی.
د ملګرو ملتونو د مالي قوانينو له مخې، هر هغه هېواد چې د غړيتوب د فيس پور يې له ټاکلي حد څخه واوړي، موقتي ډول د عمومي اسمبلۍ د رايې حق له لاسه ورکوي. د افغانستان کلنی غړيتوب شاوخوا ۲۰۰ زره امريکايي ډالر اټکل شوی دی.
ملګري ملتونه د ۱۹۳ هېوادونو غړيتوب لري او په عمومي اسمبلۍ کې هر هېواد، پرته له دې چې نظامي يا اقتصادي ځواک ولري، يو مساوي رايه لري. د دې حق له لاسه ورکول، د هېوادونو د نړيوالو پرېکړو په کولو کې د رسمي ونډې کمېدو معنا لري.
افغانستان له ۱۹۴۶ ميلادي کال راهيسې د دې نړيوال سازمان غړی دی؛ خو له هغه وروسته چې د پخواني حکومت نسکورېدو او د ۱۴۰۰ کال په سقوط کې طالبان پر کابل واکمن شول، د افغانستان څوکۍ ملګرو ملتونو نوي حکومت ته نهده سپارلې. د دې وضعيت دوام او د غړيتوب فيس نهورکول د طالبانو د ادارې پر بهرنیو اړيکو د مديريت او د هېواد د نړيوال موقف پر وړاندې د هغوی د مسؤليت مننې په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.




