د افغانستان او ترکمنستان د کیفیت لوړولو او تخنیکي همکارۍ پر سر خبرې وکړې

د افغانستان د ملي معیار او کیفیت عمومي ادارې اعلان کړی چې د دې ادارې عمومي رئیس فیضالله تمیم د ترکمنستان سفر پر مهال د دغه هېواد د دولتي معیارونو او نورمونو له مسؤلینو سره لیدنه او خبرې کړي دي. د دې لیدنې اصلي محور د کیفیت لوړول، تخنیکي همکارۍ او د مسلکي تجربو تبادله بلل شوې ده.
د ادارې د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې پر دوه اړخیزو همکاریو د پراخوالي او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مسلکي اړیکو د پیاوړتیا ټینګار شوی دی. دواړو لورو د سوداګرۍ د پراختیا او د محصولاتو د کیفیت د ښه کېدو لپاره د معیارونو او تخنیکي نورمونو د همغږۍ اهمیت مهم بللی دی.
کارپوهان وایي چې په معیار او د کیفیت د کنټرول په برخه کې همکاري کولای شي د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیا او د مالونو د اعتبار د لوړوالي لپاره مهم رول ولوبوي. ترکمنستان د افغانستان له شمالي ګاونډیو هېوادونو څخه دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې په وروستیو کلونو کې دوام لري.




