ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

د افغانستان اماني صندوق د سېلابونو پر وړاندې د زېربناوو ملاتړ اعلان کړ

د افغانستان اماني صندوق ويلي چې دا د سېلابونو پر وړاندې د مقاومو او ساتندوی زېربناوو د جوړېدو او پياوړتيا ملاتړ کوي؛ دا اقدام د خلکو د کورونو او کرنيزو ځمکو د ساتنې لپاره ترسيم شوی دی.

دغه صندوق د سه‌شنبې په ورځ، د حوت ۲۶مه، په يوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې چې دا به له خپلو شريکانو سره يو ځای له هغو طرحو او پروژو ملاتړ وکړي چې د طبيعي پېښو پر وړاندې د ټولنو د زيان‌منېدنې د کمېدو لامل ګرځي.

په دې پيغام کې ويل شوي چې د اوبو د سطحې په لوړېدو او د سېلابونو په رامنځته کېدو سره، د خلکو کورونه او کرنيز محصولات له خطر سره مخ کېږي، او دا حالت کولای شي د اغېزمنو سيمو د اوسېدونکو زيان‌منېدنه نوره هم زياته کړي.

اماني صندوق همدارنګه ټينګار کړی چې د طبيعي پېښو پر وړاندې د ټولنو د زغملو وړتيا (تاب‌آورۍ) پياوړتيا اړينه ده، او زياته کړې يې ده چې د مخنیوي زېربناوو کې پانګونه کولای شي په راتلونکي کې له پراخو مالي او انساني زيانونو مخنيوی وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button