په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې سره له دې چې ځینې تجارتي لارې موقتي تړل شوې وې او اوسني اقتصادي ننګونې لا هم پر ځای دي، د افغانستان د صادراتو او وارداتو بهیر په ۲۰۲۵ کال کې نهيوازې کم شوی نهدی، بلکې د تېر کال په پرتله یې زیاتوالی ښودلی دی.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د افغانستان د ټولې سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۵ کال کې ۱۳ میلیارده او ۹۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېدلی. له دې جملې، ۱ میلیارده او ۸۰۷ میلیونه ډالر د صادراتو او ۱۲ میلیارده او ۱۲۵ میلیونه ډالر د وارداتو برخه جوړوي.
د دغه وزارت په وینا، د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان مهم د صادراتو هېوادونه هندوستان، پاکستان، ازبکستان، متحده عربي امارات، قزاقستان، ایران، ترکیه، چین، عراق او تاجکستان دي. د صادراتو ډېری توکي کرنیز او کانکېندنیز محصولات دي چې د هېواد د سوداګرو او بزګرانو په عوایدو کې مهم رول لري.
انجیر، ممیز، هِنګ، د هِنګ تخم، نسوارې، پنبې، زري، پسته، بادام، زعفران، وچه زردآلو، زیره، مڼې، انګور، روميان، میوې، انرژۍ څښاکونه، معدني ډبرې، غالۍ، جلغوزه او انار د افغانستان د مهمو صادراتي توکو په توګه یاد شوي دي.
په وارداتي برخه کې، ایران، متحده عربي امارات، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبکستان، روسیه، قزاقستان، مالیزیا او هندوستان د افغانستان د سترو سوداګریزو شریکانو په توګه یاد شوي دي. د وارداتو تر ټولو مهم توکي د سون توکي، ماشینونه، خوراکي مواد او د ورځني مصرف بنسټیز توکي دي.
دغه وزارت زیاتوي چې وسایط او د هغو پرزې، صنعتي ماشینونه، ډیزل او پټرول، اوړه او غنم، برېښنایي ماشینونه، طبیعي ګاز، د پنبې منسوجات، نباتي غوړي، تور سمنټ، درمل، وریجې، بوره، لبنیات، هګۍ، سګرټ، د فابریکو خام مواد، ټایرونه، ټیوبونه او نوي جامې د ۲۰۲۵ کال د افغانستان د مهمو وارداتي توکو په لېست کې شامل دي.
د همدې ادارې د شمېرو له مخې، د افغانستان د ټولې سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۲ میلیارده او ۴۲۲ میلیونه ډالره و چې له دې ډلې، ۱ میلیارده او ۸۰۳ میلیونه ډالر صادرات او ۱۰ میلیارده او ۶۱۹ میلیونه ډالر واردات جوړول.
که څه هم د طالبانو اداره د سوداګرۍ د کچې زیاتوالی د اقتصادي فعالیتونو د نسبي ثبات نښه ګڼي، خو کارپوهان ټینګار کوي چې د شفافیت نشتوالی، بانکي محدودیتونه او غیرپاسخګوي اقتصادي تګلارې د دې لامل شوي چې د افغانستان خلک له دغو اقتصادي شمېرو څخه دوامداره ګټه وانخلي.




