اقتصادمهم خبرونه

د کراچۍ بندر کې د افغانستاني سوداګرو له ۱۱ زرو ډېر کانټینرونه بند پاتې دي

د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګرۍ خونې خبر ورکړی چې د افغانستاني سوداګرو له ۱۱ زرو زیات کانټینرونه د پاکستان په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي او خروج ته پرې نه دي پرېښودل شوي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغو کانټینرونو پراخ بندېدو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوه اړخیزه سوداګرۍ او ترانزیتي چارو کې فعال سوداګر اندېښمن شوي او مالي درانه زیانونه یې لیدلي دي. سوداګر خبرداری ورکړی چې که دا محدودیتونه دوام ومومي، کیدای شي د افغانستان د سوداګرۍ لاره لا زیاته زیانمنه شي او اقتصادي تاوانونه رامنځته کړي.

د سوداګرۍ خونې چارواکو له پاکستاني مقاماتو غوښتي چې ژر تر ژره دې یادې ستونزې ته حل لاره پیدا کړي او د ترانزیت بهیر له اسانولو سره، دې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان د سوداګرو اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شي.

همداراز، په داسې حال کې چې دا خنډونه دوام لري، د طالبانو ادارې ته هم نیوکې شوي دي. ګڼ سوداګریز فعالان او اقتصادي بنسټونه باور لري چې د طالبانو اداره نه ده توانېدلې چي د افغانستاني سوداګرو د منافعو د ساتنې لپاره سیمه ییزه مؤثره ملاتړ او مدیریت برابر کړي، او د دغې ادارې کمزوری عملکرد د روانو ستونزو له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button