په تهران کې د افغانستان په اړه سیمه ییزه غونډه د طالبانو د حکومت له ګډون پرته جوړه شوه

نن د ایران پلازمېنه تهران د یوې سیمهییزې غونډې کوربه ده چې اصلي ټکي یې د افغانستان روان وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونه دي.
سره له دې چې د غونډې تمرکز د افغانستان پر حالاتو دی، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې غونډه کې به ګډون ونه کړي. دا دریځ په داسې حال کې څرګند شوی چې سیمهیزې پرېکړې او مشورې کولی شي د افغانستان پر سیاسي او امنیتي وضعیت او له ګاونډیانو سره پر اړیکو مستقیم اغېز ولري.
ځینې شنونکي وايي، د طالبانو د حکومت نه ګډون په دې ډول غونډو کې د دې ادارې د سیمهییزو ډیپلوماټیکو فرصتونو او خبرو اترو پر وړاندې چلند پوښتنې راپورته کوي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په تېرو میاشتو کې له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ شوې دي.
د تهران غونډه سیمه ییزه بڼه لري او تمه کېږي ګډونوال به د شخړو د مدیریت او د افغانستان سره د راتلونکې تعامل په اړه نظرونه تبادله کړي، خو د طالبانو د استازو نشتون ښایي د دغو بحثونو پر اغېزمنتیا او عملي پایلو منفي اغېز وکړي.




