مهم خبرونهنړیوال

رافایل ګروسي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره تخنیکي خبرې پای ته رسولي

د اتومي انرژۍ نړيوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي اعلان کړی چې له د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو له وزیر سره یې تخنیکي خبرې پای ته رسولي دي. دغه خبرې د یوې مهمې غونډې د چمتووالي په موخه ترسره شوې چې ټاکل شوې ده سبا د سویس په ژنو ښار کې جوړه شي.

ګروسي د دوشنبې په ورځ په ایکس ټولنیز شبکه کې لیکلي چې دا سلا مشورې «تخنیکي او ژورې» وې او هدف یې د راتلونکو خبرو لپاره چمتووالی و. هغه د دغو خبرو د اصلي محورونو په اړه نور جزئیات نه دي څرګند کړي.

د ژنو غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام اړوند موضوعات او د دغه هېواد همکاري له ادارې سره تل د نړیوالې ټولنې د پاملرنې مرکز ګرځېدلي دي. د اتومي انرژۍ نړيواله اداره د هېوادونو د اټومي فعالیتونو د څار نهاد په توګه د غړو تخنیکي ژمنو د ارزونې او څارنې مهم رول لري.

تمه کېږي چې د ژنو د خبرو نتایج به د ایران او ادارې ترمنځ د راتلونکو تعاملاتو پر بهیر اغېز ولري، خو تر دې دمه د غونډې د دقیق اجنډا په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button