ټولنه‌یزمهم خبرونه

په ۲۳ ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت وړاندوینه شوې

د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان کړی چې له جمعې تر یکشنبې پورې، د کابل په ګډون د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت امکان شته.

ددې وړاندوینې له مخې، د هرات، غور، بادغیس، هلمند، روزګان، زابل، کندهار، سمنگان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونه د واورې او باران تر اغېز لاندې دي.

همداراز، د تخار، کندز، پنجشېر، پروان، لوګر، غزني، میدان وردګ، کابل، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونه هم د دې هوايي خبرداري برخه ګڼل شوي دي.

د انرژۍ او اوبو وزارت د اورښت د کچې یا احتمالي پایلو په اړه نور معلومات نه‌دي ورکړي، خو د ژمي بارانونه او واورې معمولاً د دغو سیمو پر تګ راتګ، سړکونو او د خلکو پر ورځني ژوند اغېز کولی شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button