ټولنه‌یزمهم خبرونه

د افغانستان او سعودي چارواکو د حج کوټې د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارت عمومي ریاست ویلي چې د دې ریاست مشر محمد نبي محمدي د سعودي عرب د حج او عمرې وزارت د نړيوالو همکاریو له مرستيال عبد الفتاح مشاط سره لېدلي او خبرې یې کړي دي.

په دې لېدنه کې دواړو خواوو د افغانستان د حج د کوټې د زیاتېدو، د عمرې وېزو د شمېر د ډېروالي او د افغان حاجیانو او عمره‌کوونکو لپاره د اسانتیاوو د پراخېدو په اړه بحث کړی دی. دا موضوع د افغانستان د زرګونو اوسېدونکو لپاره ځانګړې ارزښت لري، ځکه دوی هر کال د حج او عمرې د ترسره کولو په تمه وي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د سعودي عرب اړخ ژمنه کړې چې د افغانستان لپاره به د عمرې وېزې زیاتې کړي او د حج په برخه کې به د همکارۍ دوام ته ډاډ ورکړي.

له هغه وخت راهیسې چې اداره د طالبانو لاس ته ورغلې، د حج او عمرې بهیر له یو شمېر اداري او دیپلوماټیکو محدودیتونو سره مخ شوی، او د کوټې او اسانتیاوو زیاتوالی کولای شي د افغان حاجیانو ځینې ستونزې راکمې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button