اقتصادمهم خبرونه

د چین د وارداتو نړیوال نندارتون کې د افغانستان زعفران او وچه میوه نندارې ته وړاندې شوه

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي موادو او جرمونو پر ضد دفتر (UNODC) په افغانستان کې اعلان کړی چې د قانوني معیشتونو د ملاتړ او د دوامدار اقتصادي ودې لپاره یې د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته په د چین د وارداتو نړیوال نندارتون کې د ګډون زمینه برابره کړې ده.

په دې نندارتون کې، چې د «China International Import Expo» په نوم پېژندل کېږي، د افغانستان زعفران د «جهان زعفران» تر نوم لاندې د ۱۵ ډوله وچو میوو سره یوځای نندارې ته وړاندې شو. د دې ادارې په وینا، دغه اقدام د نوو د خرڅلاو قراردادونو د لاسلیک لامل شوی دی.

UNODC د دې نوښت موخه دا ښودلې چې د کرنیزو ټولنو اوسېدونکو ته مرسته وکړي او د افغانستان د محصولاتو لپاره مشروع بازارونه پیاوړي کړي، څو بزګران وکولای شي د قانوني لارو څخه دوامداره عاید ترلاسه کړي.

د شنونکو په باور، په دې ډول ستر نړیوالو نندارتونونو کې ګډون، سربېره پر دې چې د بازار پراخوالي ته لار هواروي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه د زعفران، د نړیوال پېژندګلوۍ په زیاتوالي کې هم مهم رول لوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button