رپوټونه

د مهاجرینو د ستنیدو څپه؛ د افغانستان پر کار بازار او بیو ژور اغېز

په تېرو څو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه د مهاجرینو پراخې ستنیدنې د افغانستان اقتصاد ته مستقیم او چټک فشار وارد کړی دی.

زرګونه کورنۍ د خالي لاس سره هېواد ته ستنې شوې دي، او دا ناڅاپي نفوس د کار بازار، د توکو بیو او خلکو د ژوند وضعیت توازن ګډوډ کړی دی.

د وضعیت څېړنې ښيي چې دا څپه یوازې د ستنو شوو کسانو لپاره یو “بشري بحران” نه دی، بلکې په یوه پراخ “اقتصادي ننګونه” بدله شوې چې ښارونه او کلي دواړه يې اغېزمن کړي دي.

د نړیوال مهاجرت سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر اوسه له پاکستان او ایران څخه له ۱.۴ میلیونه زیاتو کسانو ته د شړلو امر شوی او یا له امله د اقتصادي فشار او اقامتي محدودیتونو، په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د IOM راپور ښيي چې ۶۲ سلنه بېرته ستانه شوي کسان هیڅ ډول د عاید سرچینه نه لري، او ۴۸ سلنه یې بې سرپناه هېواد ته داخل شوي دي. ډېری کورنۍ د لومړیو ورځو کې د خوړو، سرپناه او کار له کمښت سره مخ شوې او یو شمېر یې له هماغه پیله په قرضو او ضرورتي لګښتونو کې ګیر دي.

په داسې هېواد کې چې د نړیوال بانک د ارزونې له مخې اقتصادي وده یې له یوې سلنې هم کمه ده، د دې شمېر خلکو راتګ پر بازارونو سمدستي او محسوس اغېز کړی دی.

له دې نفوس سره سره د بهرنۍ مرستو کمښت او داخلي اقتصاد ته زیان رسیدلي چې وضعیت یې نور هم پېچلی کړی دی. د دې ګډو اغېزو پایله، د نابرابرۍ زیاتیدل، پر ځايي کارګرانو فشار او د ژوند لګښتونو لوړوالی دی.

د افغانستان د کار بازار مخکې له مخکې محدود ظرفیت درلود. د UNDP د راپور له مخې، سږ کال اصلي د بیکارۍ کچه شاوخوا ۳۳ سلنه اټکل شوې.

د سلهاوو زرو نوو کاري زور زیاتي کار بازار ته، چې لا دمخه کم ظرفیت لري، طبیعي ده چې د کار موندلو سیالي نوره هم سخته کړي. راستانه شوي کسان تر ډېره د ورځنیو مزدوريو، ساختماني کارونو، ترانسپورت، کوچنیو خدماتو او کرنې په برخه کې کار لټوي؛ هماغه برخې چې ځایي خلک هم پرې د ژوند تېرولو لپاره تکیه لري.

کله چې د کار غوښتونکو شمېر د شتو دندو له شمېره زیات شي، مزدوري راټیټېږي یا لږ تر لږه هماغسې پاتې کېږي. میداني راپورونه ښيي چې ډېری کارګر اوس اړ دي په لږ مزد یا سختو شرایطو کې کار وکړي. ځینې کورنۍ حتی ښځې او ماشومان نا رسمي کار بازار ته استوي څو د کور نفقه پوره کړي.

په دې ډله کې بالاخص هغه کسان چې په ایران یا پاکستان کې ځانګړې مهارت نه لري، تر ټولو زیات تر فشار لاندې دي او اکثره وروستي کسان دي چې کار ورته پیدا کېږي.

میداني بېلګې داسې دي:
– په ننګرهار کې د ورځینې ساختماني کار مزد له ۳۵۰ افغانیو څخه ۲۵۰-۳۰۰ افغانیو ته راکم شوی.
– په کندهار کې د باروړونکو کارونو لپاره غوښتونکي دوچنده شوي، او کاري ورکوونکي کولای شي د لږ مزد سره کارګران وګماري.
– ډېری ستانه شوي کسان—په ځانګړې توګه هغه چې کلونه یې په ایران یا پاکستان کې ساده کارونه کړي—اوس د ګمارنې په وروستۍ درجه کې راځي.

په کابل کې یو د کار بازار کارپوه دویچه‌وله ته وايي: «د کار غوښتونکو د راتګ کچه زموږ د اقتصاد له زغمه زیاته ده. دا یو ناڅاپي شاک دی چې په لنډمهاله توګه مزدوري ټیټه ساتي.»

د نفوس ناڅاپي ستنیدنه نه یوازې د کار بازار، بلکې د توکو بیې یې هم په مستقیم ډول لوړې کړي. په هغو ځایونو کې چې بېرته راستانه شوي خلک زیات دي، د خوړو، سون، اوړو، وریجو، غوړیو، د کور کرایې او حتی د څښاک اوبو غوښتنه ژر پورته شوې ده.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د بازار د بیو راپور ښيي چې په هغو ولایتونو کې چې بېرته ستانه شوي کسان ډېر دي—ننګرهار، فراه، نیمروز او کندهار—اساسي توکي داسې لوړه بیه شوې ده:
– اوړه: ۱۰ تر ۱۸ سلنه زیاتوالی
– غوړي: ۸ تر ۱۲ سلنه زیاتوالی
– وریجې: ۷ سلنه زیاتوالی
– د پولو ښارونو کې د کور کرایه: ۱۵ تر ۳۰ سلنه لوړوالی

اقتصادي دلیلونه څرګند دي:
– غوښتنه زیاته شوې
– واردات او زیرمې محدودې دي
– د تېرې دوو کلونو پرتله بهرنۍ مرستې ۴۰ سلنه کمې شوي

د مرستندویه ادارو راپورونه تاییدوي چې ډېری راستانه شوې کورنۍ یوازې دوه وخته خواړه خوري یا اړ شوې چې د خوړلو وختونه کم کړي.

له بلې خوا د بهرنۍ مرستې کمښت د دې لامل شوی چې د توکو مرستې او د سوبسایډ شوې خوراکي موادو عرضې هم له پخوا کمه شي؛ له همدې امله، عاجلې مرستې هم د بیې فشار نشي کمولی.

له تورخم او سپین بولدک سرحدونو څخه راپورونه ښيي چې ډېری کورنۍ له راستنیدو وروسته نه ځای لري او نه هم کافي پیسې د خوړو لپاره.

د IOM راپورونه له سرحدونو څخه دا انځور وړاندې کوي:
– یوه پنځه کسیزه کورنۍ چې له ایرانه راستنه شوې وايي د کورنۍ د پلار مزد له ۵۰۰ زره تومانه (په ایران کې) ۲۵۰ افغانیو ته رالوېدلی. هغوی د یوه میاشتني ژوند لپاره خپل غالۍ او د کور وسایل پلورلي دي.
– په سپین بولدک کې ښځو راپور ورکړی چې اړ شوې ماشومان د آسانه کارونو لپاره بازار ته ولیږي تر څو د خوراک لګښت برابر کړي.
– ځینې راستانه شوي خلک شپې په خلاصو ساحو یا لنډمهاله خیمو کې تېروي؛ د UNHCR په وینا، تر ۴۵ سلنه زیات بې سرپناه دي.

د طالبانو حکومت هڅه کړې چې د څو موسمي پروګرامونو له لارې، لکه موقتي کاري فرصتونو پیدا کول او له نورو هېوادونو سره د کارګرانو د لیږلو خبرو اترو، وضعیت لږ نرم کړي؛ خو دا طرحې نه پراخې دي، نه چټکې، او لا هم د اړتیاوو له لوی حجم سره برابري نه لري. د نړیوال بانک د تحلیل له مخې، دا پروګرامونه یوازې د ۱۰ تر ۱۵ سلنه اوسني اړتیاوو د پوره کولو وس لري.

IOM، UNHCR او UNDP لکه ادارو هم برنامې پیل کړې دي – له معلوماتو ثبت څخه تر نقدي مرستو او ننوتۍ مرسته پورې؛ خو رسمي راپورونه ټینګار کوي چې مالي منابع محدودې دي او د دوام لپاره لا هم پراخې نړیوالې مرستې ته اړتیا ده.

که دا ستنیدنه مدیریت نه شي، دا شول راتلونکو میاشتو کې دا پایلې ولري:
– بیکاري او غیر رسمي کارونه زیاتیږي
– مزدوري ثابته پاتې یا نوره راکمه شي
– د خوړو او کرایه بیې لوړیږي
– نورې کورنۍ به لا زیات پورونو ته محتاجې شي
– ځوانان به یو ځل بیا د غیر قانوني لارو مهاجرت ته مخه کړي
– په ګڼ نفوس لرونکو سیمو کې به ټولنیزې ناندرۍ زیاتې شي

تحلیلونه ښيي چې د افغانستان اقتصاد دا کچه فشار نشي زغملی او د راستانه شوو نفوس د سم مدیریت لپاره همغږې پراخې برنامې ته اړتیا شته.

په نهایت کې، د ۲۰۲۵ کال د مهاجرینو ستنیدو څپه د افغانستان اقتصاد یو حساس حالت ته رسولی. پر کار بازار فشار، د بیو لوړېدل، د منابعو کمښت او د بهرنیو مرستو کموالی، وضعیت لا سخت کړی. د دې حالت مهار، منځمهاله پلان ته، چټکو کاري فرصتونو ته، د توکو د تأمین ځنځیر ښه والي، او د حکومت او نړیوالو ادارو ترمنځ زیاتې همغږۍ ته اړتیا لري.

که دا بهیر مدیریت نشي، پایلې به یوازې اقتصادي نه وي؛ بلکې ممکنه ده چې راتلونکو میاشتو کې یې یوه پراخه ټولنیزه بحران ته لار هواره شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button