ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

ملګري ملتونه: د بېرته راستانه شوو افغانانو مېزبانې سیمې تر سخت فشار لاندې دي

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې هغه سیمې چې بېرته راستانه شوو مهاجرینو ته کوربه دي، له سخت حالت سره مخ دي او نه شي کولی د دغو کسانو اړتیاوو ته په مؤثر ډول ځواب ووایي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، استفان دوجاریک، د چهارشنبې ورځ، د لړم ۲۱مه، په نیویارک کې یوې خبري ناسته کې وویل چې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې (UNDP) د معلوماتو له مخې، دا کوربه سیمې له جدي فشار سره مخ دي.

د هغه په وینا، دغه سیمه ییزې سیمې له یو لوري د ډېر شمېر راستانه شوو مهاجرینو له ورتګ سره مخ دي، او له بله لوري د اقتصادي فعالیتونو د کمښت، اقلیمي بدلون له امله رامنځته شویو ستونزو او له وروستیو زلزلو وروسته پاتې کړکیچونو تر اغېز لاندې راغلي دي.

کارپوهان وایي، د طالبانو ادارې له خوا د بېرته راستانه شوو کسانو اساسي اړتیاوو ته پاملرنه نه ده شوې او همدارنګه د کډوالۍ د مدیریت لپاره مشخص پلان نشته، چې دا چاره وضعیت لا پېچلی کړې.

له نړیوالو ادارو لکه د ملګرو ملتونو له خوا دغه راز نیوکې هم شوې دي، چې د طالبانو اداري جوړښت ناکاره دی، د کار فرصتونه نشته او له کوربه ټولنو سره لازم ملاتړ نه کېږي.

دا نیوکې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغان مهاجر د ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوې دي، خو ډېری له دوی له سرپناه، ټولنیزو خدمتونو ته له محدود لاسرسي او لازم ملاتړ څخه بې برخې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button