اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۶۸۴ زره ټنه توکو لېږد ترسره شوی

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامه جوړښتونو وزارت وايي، په تېرو يو مياشت کې له افغانستانه د اوسپنې پټلۍ له لارې له څلورو مهمو بندرونو څخه له ۶۸۴ زرو ټنو زيات توکي لېږدول شوي دي. دغه وزارت د سه‌شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل، دا لېږدونې د ۱۴۰۴ لمريز کال په وروستۍ مياشت کې ترسره شوې دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۴۹۰ زره ټنه توکي له حیرتانه، له آقینې څخه له ۴۹۰ زرو ټنو زيات، ۷۴ زره او ۹۰۰ ټنه له تورغندۍ، او ۶۸ زره او ۸۰۰ ټنه نور د خواف–هرات له لارې لېږدول شوي دي، چې ټولټال يې اندازه ۶۸۴ زره ټنو ته رسېږي.

وزارت زياتوي چې په دې محموله‌ګانو کې ۱،۵۸۱ ټنه ترانزيتي او صادراتي توکي شامل دي، چې ډېری برخه يې وچه مېوه، معدني مواد او د انار جوس جوړوي.

دغه وزارت ادعا کوي چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو او صادراتو زياتوالی کولای شي د لا ډېرو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د ملي عوايدو د لوړوالي او د اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسیاينې په لور د حرکت سبب شي. خو دا ادعا د افغانستان د پراخو اقتصادي محدوديتونو او زيربنايي ستونزو په جريان کې لا هم د شفافيت، عملي پلان جوړونې او د وګړو د مساوي لاسرسي غوښتنه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button